Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2023

Новости за 20.10.2023

Pa.azadiradio.com 

د مطیع‌الله ویسا په مشري قلم لار ټولنې ته د زړورتیا په پار جایزه ورکړل شوه

د 'اینډېکس ان سینسورشېپ' سازمان یوه جایزه د مطیع‌الله ویسا په مشري د قلم لار ټولنې ته د هغوی د زړورتیا په پار ورکړه. دې سازمان پرون ناوخته پر خپلې ایکس شبکې لیکلي، د مطیع‌الله ویسا ورور عطاالله ویسا دا جایزه ترلاسه کړې ده. وړاندې راغلي، ویسا په افغانستان کې د نجونو تعلیم ته د کمپاین په خاطر د مارچ میاشتې راهیسې زنداني شوی دی. د 'اینډېکس ان سینسورشېپ' سازمان ویلي، د قلم لارې ټولنې زړورتیا الهام بخښونکې ده. د دې سازمان مرکز په لندن کې دی او د بیان د ازادۍ لپاره کمپاین کوي. د بخښنې نړیوال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: د هرات په زلزله ځپلو سیمو د سختو بادونو توپان راغلی

د افغانستان د کورنیو رسنیو د راپورونو پر بنسټ په هرات د سختو بادونو توپان راغلی دی. په رسنیو کې د خپرو شویو تصویرونو پر بنسټ، دا د خاورو او باد توپان نن د دې ولایت په زلزله ځپلو سیمو کې راغلی دی. دا توپان په داسې حال کې راغلی چې په دې ولایت کې په زرګونه زلزله ځپلي تر خیمو لاندې ژوند کوي. په هرات کې په وروستیو پر له‌پسې زلزلو کې په زرګونو کسان مړ او ټپیان شوي او په زرګونو نور يې بې کوره کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

سرچینې: د مزارشریف په اوومه ناحیه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی

له مزارشریف څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې نن ماښام ناوخته د دغه ښار په اوومه ناحیه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی. یو شمېر سیمه‌ییزو سرچینو ازادي راډیو ته وویل، چاودنه د کارتې صلح په سیمه کې په یوه امنیتي حوزه کې شوې ده. سرچینې زیاته کړې، په چاودنه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي. خو ځینو نورو سرچینو ویلي چې دوه چاودنې شوي دي. تراوسه د بلخ ولایت سیمه‌ییزو طالب چارواکو د چاودنو د څرنګوالي او له کبله یې د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو محدودونکې ښوونیزې تګلارې؛ سیګار: د زده کړو کیفیت اغېزمن او لاسرسی ورته کم شوی

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره وايي، د طالبانو محدودونکې تعلیمي تګلارې د دې لامل شوي چې په دې هېواد کې د زده کړو کیفیت او په هره کچه زده کړو ته لاسرسی کم شي. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره یا سیګار وايي، طالبان د ټولو افغانانو لپاره د باکیفیته زده کړو د تضمین په برخه کې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سوپکو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دې هېواد د پوهنې د سکتور د وضعیت په اړه د یوې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هغه کس داستان چې د هرات زلزله کې یې ټوله کورنۍ له لاسه ورکړې

د هرات ولایت وروستیو مرګونو زلزلو د زنده‌جان ولسوالۍ خلکو ته ډېره مرګ ژوبله واړوله. ۱۹ کلن ابراهیم په ایران کې په کار بوخت و. هغه چې له زلزلې خبر شو نو هرات ته راغی، خو نه یې کور وموند او نه خپله کورنۍ. نور په راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم د چین حکومت له پام پرته په ژین جیانګ کې د جمعې لمونځ ادا کړ

د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ د چین په ژین جیانګ ولایت کې د جمعې د لمانځه په ادا کولو سره د هغو څو اسلامي هېوادونو د مشرانو په ډله کې راغی چې له اویغور مسلمانانو سره د چین د حکومت له ناوړه چلند سره سره دې هېواد ته سفر کوي. چین تورن دی چې څه باندې یو میلیون اویغوران یې په کمپونو کې اچولي دي. پاکستان، چې په حکومتونو کې یې بیا بیا بدلونونه راځي، د خپل مهم اقتصادي متحد او ګاونډي هېواد چین له‌خوا د اویغور اقلیت د زنداني کولو په اړه د بشري حقونو د ډلو له‌خوا ورکړل شوي شواهد نه مني. کاکړ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګوټېرېش: په بشري مرستو بار لارۍ باید ډېر ژر د غزې تړانګې پر لور وخوځېږي

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په بشري مرستو بار ټرکونه 'لارۍ' باید ډېر ژر د غزې تړانګې پر لور وخوځېږي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د غزې تړانګې ته د بشري مرستو د سمدستي رسولو غوښتنه کړې ده. انټونیو ګوټېرېش نن د مصر په قلمرو کې له غزې سره د ګډې پولې د رفح په سرحدي دروازه کې د خبرو پرمهال وویل چې په بشري مرستو بار ټرکونه باید ډېر ژر د غزې تړانګې پر لور وخوځېږي. هغه نن د مصر د سینا ټاپووزمې پر لور په دې هدف وخوځېد، چې د غزې په تړانګه کې کلابند و خلکو ته د مرستو د رسولو په چاره کې مرسته وکړي، خو معلومه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: د افغانستان ګاونډیان دې له کډوالو سره د نړیوالو قوانینو پر بنسټ چلند وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په ګډون د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې افغان کډوالو ته د دوی خاورې ته د ننوتو اجازه ورکړي. په داسې حال کې چې د پاکستان د حکومت له لوري د څه باندې ۱.۷ میلیونو غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو د یو میاشتني ضرب الاجل پای ته یوازې لس ورځې پاتې دي او د ایران حکومت هم یوځل بیا خبرداری ورکړی چې غیرقانوني افغان کډوال باید له دې هېواده وایستل شي، د امریکا متحده ایالات د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې افغان کډوالو ته د دوی خاورې ته د ننوتو اجازه ورکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بهبودي له خوشې کېدو هرکلی؛ د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د ویسا په ګډون ټول فعالان دې خوشې کړي

د بخښنې نړیوال سازمان یوځل بیا د طالبانو له حکومت غوښتي چې د زده کړو د برخې فعال مطیع‌الله ویسا، افغان معترضې مېرمنې ژولیا پارسي او ندا پرواني او د پوهنتون استاد رسول پارسي له قید او شرط پرته ژر تر ژره خوشې کړي. د بخښنې نړیوال سازمان د افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د خوشې کېدو هرکلی کړی او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې په سمدستي ډول د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا، افغان معترضې مېرمنې ندا پرواني او ژولیا پارسي او د پوهنتون استاد رسول پارسي او یو شمېر نور فعالان له کوم شرطه پرته ژر تر ژره له زندانه خوشې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوناما: په اقلیمي بدلونونو کې د افغانستان ونډه کمه، خو له ډېر ګواښ سره مخامخ دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما وايي، افغانستان په اقلیمي بدلونونو کې تر ټولو لږه ونډه لري، خو تر ټولو له زیات ګواښ سره مخامخ دی. یوناما وايي، سره له دې چې افغانستان د ګل خانه‌یي ګازونو په تولید کې صفر اعشاریه یو سلنه ونډه لري، خو دغه هېواد د اقلمي بدلون له امله له سختو ګواښونو سره مخ دی. یوناما په یو بیان کې چې تېره ورځ ناوخته یې په خپله ویبپاڼه خپور کړی، ویلي چې اوسمهال افغانستان د هغو اتو ډېرو زیانګالو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې تر ټولو لږ چمتووالی لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: د افغانستان ګاونډیان دې افغانانو ته د استوګنې اجازه ورکړي

متحدوایالتونو د پاکستان په ګډون د افغانستان له ګاونډیو هېوادو غوښتي چې ټولو هغو افغانانو ته په خپلو قلمرونو کې د استوګنې اجازه ورکړي چې د خوندي ژوند په لټه کې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بېګا په یو بیان کې د افغانستان پر ګاونډیانو غږ وکړ چې له کډوالو سره د چلند په برخه کې پر خپلو مکلفیتونو عمل وکړي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغان کډوالو لپاره د روانې اکټوبر میاشتې ترپایه مهلت ټاکلی دی چې له دې هېواده ووځي که نه په جبري ډول به وایستل شي. اسلام آباد وايي اوسمهال له اولس لکو ډېر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سیګار:د طالبانو ځپونکې پالیسۍ معارف زیانمن کړی

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د ځانګړي سرمفتش اداره یا سیګار وايي چې د تعلیم په برخه کې د طالبانو ځپونکې پالیسۍ په تېره هغه چې د نجونو زده کړې محدودوي په افغانستان کې معارف ته لاسرسی او د تعلیم د کیفیت درجه په ټولو برخو کې ډېر زیانمن کړي دي. سیګار په یوه تازه راپور کې چې نن خپور شو په افغانستان کې د تعلیم وضعیت ارزولی او وايي، طالبان د خپلو هغو ویناوو په عملي کولو کې پاتې راغلي چې وايي، د ټولو افغانانو لپاره د پوهنې ښه کیفیت به یقیني کړي. د سیګار راپور یادونه کوي چې په تېرو شلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فلسطینیان بشري مرستو ته سترګې په لاره دي او اسراییل بیا ځمکني عملیات پیلوي

فلسطینیان نن د غزې تړانګې ته د نړیوالو بشري مرستو رسېدو ته سترګې په لاره دي. دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي پوځ بیا د غزې پر بېلابیلو سیمو حملې کړي او خبرداری یې ورکړی چې ډېر ژر به ځمکني عملیات هم پیل کړي. اسراییل د اکټوبر په اوومه نېټه د دې هېواد پر قلمرو د حماس د افراطي ډلې له برید وروسته په تېرو دیارلسو ورځو کې د فلسطیینیانو پر سیمو پرله پسې بمبارۍ کړې دي. د اسراییل پوځ پرون پنجشنبې اعلان وکړ چې په غزه کې یې د میزایلونو د توغولو یو مرکز او څو ټونلونه ویجاړ کړي او ادعا یې کړې چې په دې حملو کې له لسو زیات وسله‌وال وژل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام؛ د پاکستان او اسټرالیا سیالي پیل شوې

د کرکټ نړیوال جام ۱۸مه سیالي نن د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ پیل شوې ده. سیالي د هند په بنګلور ښار کې د کابل پر وخت د ورځې یوه بجه پیل شوې ده. پاکستان پچه ګټلې او د توپ اچونې پرېکړه یې کړې ده. دا د دواړو لوبډلو څلورمه سیالي ده. پاکستان تر دې دمه دوه سیالۍ ګټلي او یوه یې بایللې چې د نومرو په جدول کې څلورم مقام لري. اسټرالیا بیا په درېیو سیالیو کې یوه ګټلې او دوه یې بایللي چې د نومرو په جدول کې په شپږم مقام کې دي.

Pa.azadiradio.com 

یوناما: په اقلیمي بدلونونو کې د افغانستان ونډه کمه، خو ډېر ګواښ سره مخامخ دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما وايي، افغانستان په اقلیمي بدلونونو کې تر ټولو لږه ونډه لري، خو تر ټولو زیات ګواښ سره مخامخ دی. یوناما د اقلیم د اوونۍ په مناسبت په یوه بیان کې ویلي چې افغانستان اوس مهال د اوبو او هوا د ناڅاپي بدلون، په تېره د سېلابونو، وچکالۍ او د شګو د توپان او لړې له جدي ستونزو سره لاس ګرېوان دی. یوناما زیاتوي، اوسمهال افغانستان د هغو اتو ډېرو زیانګالو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې تر ټولو لږ چمتووالی لري. پر افغانستان تېرکال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو خپل جنګي وسایل موزیمونو کې ایښي؛ ځینې افغانان: دا د قربانیانو د کورنیو زخمونه تازه کوي

په افغانستان کې د تېرې شل کلنۍ جګړې یو شمېر قربانیان او ځینې عام خلک وايي چې د طالبانو حکومت د خپلې شل کلنې دورې هغه جنګي وسایل د افغانستان په موزیمونو کې ایښي چې د دوی په خبره د ګڼ شمېر هغو افغانانو زخمونه تازه کوي چې د کورنۍ غړي او خپلوان یې له امله قرباني شوي دي. د تېرې شل کلنۍ جګړې د یو شمېر قربانیانو کورنۍ او ځینې عام افغانان ادعا کوي چې طالبانو په موزیمونو کې د خپلې شل کلنې جګړې هغه جنګي وسایل ایښي چې دوی یې د خپلې فتحې وسیلې بولي. د دغو جنګي وسایلو یو قرباني چې د موضوع د حساسیت له امله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې کروندګر او باغ لرونکي د زراعتي درملو له ټیټ کیفیته شکایت کوي

په کندهار کې کروندګر او باغ لرونکي د زراعتي درملو له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي. دوی وايي، هېواد ته ټیټ کیفیت لرونکي درمل واردېږي چې د درملو کارول یې کښتونو او باغونو ته د ګټې پر ځای زیان اړوي او حاصلات یې د ډېرېدو پر ځای کمېږي. بل‌خوا په کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولان وايي، مسلکي ټیم يې هر وخت د زراعتي درملو نظارت کوي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

کیم جونګ اون له پوتین سره د شوې موافقې د عملي کولو هوډ څرګند کړ

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د تېرې میاشتې د موافقې د عملي کولو هوډ څرګند کړ. د شمالي کوریا دولتي آژانس 'کې سي این اې' د راپور له مخې کیم او لاوروف د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د زیاتولو پر لارو چارو هم خبرې کړې دي. د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر چو سن هوی او سرګي لاوروف هم د 2024 - 2025کلونو لپاره د راکړې ورکړې تړونونه لاسلیک او د سیاست، اقتصاد، ساینس او ټکنالوژۍ په برخو کې یې د همکارۍ د پراخولو لارې چارې وارزولې.

Pa.azadiradio.com 

بایډن له کانګرسه اسراییلو او اوکراین لپاره د شاوخوا ۱۰۰ میلیارد ډالرو مرسته غواړي

د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپلو متحدینو اسراییل او اوکراین لپاره له کانګرسه د شاوخوا سلو میلیاردو ډالرو عاجلو مرستو غوښتنه کوي. بایډن بېګا له سپینې ماڼۍ ولس ته په یوه وینا کې پر اوکراین د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین یرغل او پر اسراییلو د حماس برید سره تړلی وباله او ویې ویل چې دواړه د نړیوالې ډیموکراسۍ او امنیت لپاره ګواښونه دي. بایډن زیاته کړه د راتلونکي کال په مخه لپاره له کانګرسه د ټول ټال څه باندې سلو میلیاردو ډالرو غوښتنه کوي او دا پیسې اسراییل او اوکراین ته چې په جګړه کې دي ډېرې مهمې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات زلزله ځپلي تر ټولو زیات د سرپناه نشتوالي اندېښمن کړي

په داسې حال کې چې ژمی په رانږدې کېدو دی، د هرات زلزله ځپلي د سرپناه نشتوالي اندېښمن کړي دي. دوی وايي، هوا سړه ده او په خیمو کې ژوند نه شي کولای. دغه زلزله ځپلي له نورو ستونزو هم سرټکوي. نور په راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر پخواني امریکايي چارواکي پاکستان ته: امریکا ته تلونکي افغانان له خپلې خاورې مه باسئ

لسګونو پخوانیو امریکايي چارواکو او د کډوالو ملاتړو له پاکستانه وغوښتل چې هغه افغانان له خپلې خاورې ونه باسي چې امریکا ته د تګ پروسه یې تر کار لاندې ده. د یو شمېر پخوانیو امریکايي ډیپلوماتانو او د افغانانو د انتقال د چارو استازو له پاکستانه وغوښتل چې هغه زرګونه افغانان له خپلې خاورې ونه باسي چې امریکا ته د تګ انتظار باسي. دوی دا غوښتنه وروسته له دې په یوه پرانیستي‌لیک کې وکړه چې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د روان اکټوبر تر ۳۱مې پورې باید یو میلیون او ۷۰۰ زره ناراجستر شوي افغان کډوال د دغه هېواد له خاورې ووځي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو له چین څخه د یو کمربند او لارې په پروژه کې د شاملېدو غوښتنه کړې

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر وايي، غواړي چې افغانستان د یو کمربند او لارې په پروژه کې رسماً شامل شي. د طالبانو یوه چارواکي د چین د سفر په لړ کې هیله ښکاره کړې چې افغانستان رسماً د یو کمربند او لارې په پروژه کې شامل شي. د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست نورالدین عزیزي، چې چین ته تللی، پرون پنجشنبې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، له چین څخه یې غوښتي چې افغانستان په دې پروژه کې شامل کړي. عزیزي همداراز وویل، د دوی حکومت به چین ته یو تخنیکي ټیم ولېږي چې د هغو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام؛ هندوستان بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام په ۱۷مه سیالۍ کې هندوستان پرون پنجشنبه د ۷ وېکټو په توپیر بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه. بنګله‌دېش پچه ګټلې وه او توپوهنه یې وکړه، یادې لوبډلې د ۸ وېکټو په سوځېدو سره ۲۵۶ منډې کړې وې. په بنګله‌دېشي لوبغاړو کې دواړو پیلیزو توپوهونکو ډاس او حسن نیمه سلیزې وهلې وې. هند ته بیا جسپریت بومرا، محمدسراج او جدیجا دوه دوه لوبغاړي سوځولي وو. هند د ۳ ویکټو په سوځېدو سره په ۴۲م اور کې ورکړل شوی هدف پوره کړ. دا ځل په هندي توپوهونکو کې ویرات کولي سلیزه او شبمن ګیل نیمه سلیزه ووهله. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پېښور، کراچۍ، چمن او راولپنډۍ کې د پولیو ویروس محیطي بېلګې تایید شوي

په پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ د مخنیوي پروګرام وايي چې په پېښور، کراچۍ، چمن او راولپنډۍ ښارونو کې یې د پولیو ویروس محیطي بېلګې تایید کړي دي. د دغه پروګرام د مسوولانو په وینا، دا نمونې د سپټمبر او روان اکټوبر په میاشتو کې اخیستل شوي او د پولیو ویروس یې په کې معلوم کړی دی. تر دې وړاندې هم په کراچۍ، پېښور او لاهور ښارونو کې په محیطي بېلګو کې د پولیو ویروس تایید شوی و، خو دا لومړی وار دی چې په چمن کې هم تاییدېږي. پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم د ګوزڼ یا پولیو ناروغي په کې له منځه نه ده تللې.

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: پرون د تورخم له لارې تر ۳زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول

د پاکستان دولتي راډیو پرون وویل چې پرون پنجشنبې د تورخم له لارې تر ۳ زره ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شول. د دې راډیو پر اساس، هره ورځ زرګونه افغان کډوال، چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي. د دې راډیو د راپور پر اساس، له کله چې له بې اسناده کډوالو غوښتل شوي چې له پاکستانه ووځي، تراوسه پورې تر ۴۸ زره ۵۰۰ ډېر افغانان خپل هېواد ته بېرته تللي دي. پاکستان بې اسناده کډوالو ته ویلي چې د اکټوبر تر ۳۱ پورې ووځي ګنې نیول کېږي او په زوره ایستل کېږي.


В Подмосковье прошла эко-выставка, посвященная раздельному сбору мусора

Пассажирский теплоход "Октябрьская революция" врезался в берег в Балахне

Мужчина попал под колеса трамвая в проезде Дежнева

Депутат Госдумы Ирина Роднина посетила детский лагерь «Солнышко» в Лобне



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Кинолог Голубев рассказал, почему собаки могут есть землю

Минэкологии предостерегло жительницу Ступина от загрязнения земель

НИУ ВШЭ: Увеличение минимальной площади квартир стимулирует рынок апартаментов

Пассажирский теплоход "Октябрьская революция" врезался в берег в Балахне

Музыкальные новости

Путин приветствовал в России участников и гостей Спортивных игр стран БРИКС

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Нижегородская телебашня включит праздничную иллюминацию в День России

Сергей Собянин. Неделя мэра

Новости России

Медиков Одинцовского округа поздравили с профессиональным праздником

Мужчина попал под колеса трамвая в проезде Дежнева

НИУ ВШЭ: Увеличение минимальной площади квартир стимулирует рынок апартаментов

Минэкологии предостерегло жительницу Ступина от загрязнения земель

Экология в России и мире

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Владимир Брилёв: « Гению Пушкина – 225! И он навсегда - «наше всё»!

Сэкономить и оторваться с Angsana Velavaru

Прямые рейсы в Таиланд неожиданно снимают: стали известны подробности и альтернативы

Спорт в России и мире

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Moscow.media

Молодые специалисты «Газпромнефть - Битумные материалы» продемонстрировали эффективное решение в финале «CASE-IN»

«Байкал Сервис» снижает тарифы из городов Дальнего Востока

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Новая технология моделирования ДНК ускорит биомедицинские исследования







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *