Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2023

Новости за 26.10.2023

Pa.azadiradio.com 

د بلوچستان په چمن کې زرګونو کسانو یوځل بیا لاریون وکړ

د بلوچستان ایالت چمن کې نن زرګونه کسان یوځل بیا سړکونو ته راووتل او د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې پر ضد یې اعتراض وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغلته د ډیورنډ له کرښې د اوښتو راوښتو لپاره د پاسپورټ او ویزې درلودل لازمي کوي. دغه اعتراضونه د اکټوبر له ۲۱مې نېټې څخه پیل شوي چې لا هم دوام لري. د اعتراض کوونکو په خبره، دوی پر ډیورند کرښې د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزه نه مني او د پاکستان له حکومته غواړي چې له دې هېواده په زور د افغان کډوالو ایستل ودروي. د پاکستان حکومت د اکټوبر تر پایه په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار په دشت برچي کې چاودنه شوې

د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې نن ماښام یوه چاودنه شوې ده. د یو شمېر عیني شاهدانو په وینا او په هغو انځورونو او ویډیوګانو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوي ښکاري چې دا چاودنه په یوه ورزشي کلب کې شوې ده. دغه چاودنه داسې مهال شوې چې لسګونه ځوانان په سپورټ بوخت وو. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د پېښې له سیمې انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړي چې له چاودنې وروسته په مارکېټ کې اور لګېدلی دی. په چاودنه کې د مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي، خو د دقیق شمېرې په اړه یې ډېر جزییات نه شته. طالب سیمه ییزو چارواکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

وسله‌والو د خیبر پښتونخوا په کورمه کې درې کسان وژلي

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې پر یوه مسافر وړونکي موټر د وسله‌والو په ډزو کې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. د سیمې یو پوځي چارواکي د ازادي راډیو مشال څانګې ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، نن وسله‌والو د کوزې کورمې په څرخېلو سیمه کې پر هغه موټر برید وکړ چې شیعه‌ګان په کې سپاره وو او پاړه چنار ته روان وو. بل پلو د کورمې د پولیسو مشر محمد عمران مشال راډیو سره په خبرو کې که څه هم د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې ټپیان يې روغتون ته انتقال کړي دي. عمران ویلي، د پېښې د پلټنې او د بریدګرو د نیولو عملیات يې پیل کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د معترضو ښځو خودجوشه غورځنګ: نړۍ باید د بشري حقونو تامین لپاره اقدام وکړي

د افغانستان د معترضو ښځو خودجوشه غورځنګ د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د تامین لپاره ژر تر ژره عملي اقدام وکړي. د افغانستان د معترضو ښځو خودجوشه غورځنګ په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې په دې اړه ژر تر ژره عملي او اقدام وکړي. د دغه غورځنګ غړو د چهارشنبې په ورځ د دغه غورځنګ د درېیو نورو غړو ندا پرواني، ژولیا پارسي او منیژې صدیقي د نیول کېدو په تړاو یو پرېکړه‌لیک خپور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د زده کړو د برخې فعال مطیع‌الله ویسا د طالبانو له بنده ازاد شو

عطاالله ویسا د خپل ورور مطیع‌الله ویسا له خوشې کېدو څو شېبې وروسته ازادي راډیو ته د هغه خوشې کېدل تایید کړل. مطیع‌الله ویسا د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز پر خلاف کمپاین پیل کړی و او دغه راز په وروستیو کلونو کې یې په لرې پرتو سیمو کې لسګونو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې وه.

Pa.azadiradio.com 

اسراییل: زمونږ پوځیانو غزه کې عملیات کړي او د حماس مرکزونه یې هدف ګرځولي

اسراییلي پوځیانو په غزه کې ځمکني عملیات کړي او وايي چې د حماس مرکزونه یې هدف ګرځولي. په ملګرو ملتونو کې د اسراییل او حماس د جګړې په اړه د امریکا او روسیې پرېکړه لیکونه رد شول. د امریکا له خوا وړاندې شوه مسوده چې په غزه کې روان ناوړه بشري بحران ته په ځواب ویلو څرخېده د روسیې او چین له‌خوا ویتو شوه او متحده عربي اماراتو یې هم پر ضد رایه ورکړه. د امنیت شورا لسو غړیو له دې مسودې ملاتړ وکړ. اخوا د روسیې وړاندیز شوی پرېکړه لیک چې د بشري دلایلو پراساس یې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند غوښتنه کوله هم د امریکا او بریتانیا له خوا ویتو شوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د افغان کډوالو په تړاو د یو طالب چارواکي څرګندونو غبرګونونه پارولي

په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه د طالبانو د حکومت د یوه ډیپلومات وروستیو څرګندونو غبرګونونه راپارولي دي. په داسې حال کې چې په پاکستان کې ناقانونه افغان کډوالو ته ورکړل شوی مهلت پای ته رسېدونکی دی، د کډوالو په اړه د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د طالبانو د حکومت د یو ډیپلومات وروستیو څرګندونو یو شمېر غبرګونونه راپارولي دي. په پېښور کې د طالبانو د حکومت د قونسلګرۍ سرپرست حافظ محب الله شاکر ويلي چې د دې هېواد څخه د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې په اړه کوم اعتراض نه‌لري او دا یې د پاکستان کورنۍ مسئله بللې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: ټوله نړۍ کې په جبري توګه د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر ۱۱۴ میلیونو ته رسېدلی

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' وايي، په نړۍ کې د جبري بې ځایه شویو کسانو شمېر ۱۱۴ میلیونو ته لوړ شوی دی. دغه سازمان وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې په نړۍ کې څلور میلیونه کسان په اجباري ډول بې ځایه شوي دي. 'یو این ایچ سي آر' د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې اوږدمهاله بشري ناورین، د اوکراین جګړه، په سوډان، کانګو، میانمار او سومالیا کې شخړې د دې ډېروالي اصلي عوامل ګڼلي او زیاته کړې یې ده چې د جولای له مياشتې د سپټمبر تر پايه په نړۍ کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۱ غړو د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو تبعیض وغانده

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۱ غړو په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو د بشري حقونو نقض او پر وړاندې یې تبعیض وغانده. د امنیت شورا د ښځو، سولې او امنیت د اصولو لپاره د ګډ ژمنو د اعلامیې لاسلیک کوونکو هېوادونو د چهارشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې چې په ملګرو ملتونو کې د برازیل د استازي سرګیو فرانسا دنیزي له‌خوا ولوستل شوه، ویل شوي وو چې د طالبانو له‌خوا د ښځورول محرومول ښايي په جنسیتي ځورونه بدل شي. نوموړي وویل: "موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو ښکاره سرغړونې،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د تعلیم د برخې فعال مطیع‌الله ویسا خوشې کړ

د تعلیم د حقونو فعال او د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا د طالبانو له زندانه خوشې شوی دی. قلم لار ټولنې په خپله ایکسپاڼه باندې لیکلي چې مطیع الله ویسا نن له ۲۱۵ ورځو زندان تېرولو وروسته راخوشې شو. ویسا د مارچ مياشتې پر ۲۸مه کابل کې ونیول شو. طالبانو په ده تور لګولی وو چې 'خپلسري فعالیتونه' یې درلودل او 'د نظام ضد هڅونې یې' کولې. مطیع الله ویسا له تعلیمه د افغان نجونو د محرومولو په غبرګون کمپاینونه پیل کړي وو او لرو پرتو سیمو ته یې په ورتلو یې د سیمې له خلکو سره په ګډه له طالبانو غوښتل چې نجونې ښوونځیو ته پرېږدي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي: د افغانانو په ګډون د ناقانونه کډوالو د ایستلو پلان نهايي شوی

پاکستاني چارواکي وايي، د افغانانو په ګډون د ناقانونه بهرنیو کډوالو د ایستلو پلان یې نهايي کړی دی. دا خبره د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بوګټي نن په اسلام اباد کې رسنیو ته وکړه. هغه ویلي، دا یو ننګونی کار دی، خو حکومت یې له اوله ژمن و چې ناقانونه کډوال به له پاکستانه باسي. پاکستاني چارواکو ویلي چې د دوی په خبره د ناقانونه کډوالو د ایستلو د پروسې په پیل کې به دا کسان موقتي مرکزونو ته بیايي او تر څنګ یې هغه خلک چې په خپله خوښه ووځي همکاري به ورسره شي. اندېښنه ده چې یو میلیون او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې انګلستان او سريلانکا لوبه لري

د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې نن انګلستان او سريلانکا لوبه لري. دا لوبه د بنګلور په لوبغالي کې ترسره کېږي. تر دې یوه ورځ مخکې اسټرالیا هالنډ ته په ۳۰۹ منډو ماتې ورکړه. په نړیوال جام کې هند د خپلو پنځو سیالیو په ګټلو ۱۰ نومرې لري په درجه بندۍ کې پر لومړي مقام دی. تر دې وروسته جنوبي افریقا او نیوزیلنډ له پینځو څخه څلور سیالۍ کې ګټلي، خو سوېلې افریقا د منډو وروستي تناسب یا 'نېټ رن رېټ' زیاتوالي له کبله پر دویم او نیو زیلنډ پر درېیم مقام دی. اسټرالیا په شپږو پواینټونو پر څلورم او پاکستان په څلورو نومرو پر پنځم مقام دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په مېن کې یوه وسله‌وال لږ تر لږه ۲۲ تنه وژلي

د امریکا متحده ایالتونو په مېن ایالت کې یوه وسله‌وال بریدګر په ډزو سره لږ تر لږه ۲۲ تنه وژلي او لسګونه نور یې ژوبل کړي. بریدګر د مېن ایالت په لویسټون ښارګوټي کې په یوه بار او د باولنګ په یوه کلب کې پرون ناوخته په عامو خلکو باندې ډزې کړي. مېن د امریکا په شمال لوېدیځ کې یو لرې پروت ایالت دی چې له کاناډا سره نږدې دی. پولیس د رابرټ کارډ په نوم په یوه څلوېښت کلن کس باندې شک لري چې برید یې کړی دی. مېن ایالت ته سلګونه پولیس او امنیتي ځواکونه رسېدلي. د بریدګر د لټون لپاره عملیات پيل شوي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا تر ژمي مخکې افغان زیانګالو سره مرسته کوي

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په افغانستان کې له تر ټولو زیانګالو خلکو سره د مرستو د دوام خبر ورکوي. د امریکا سفارت نن پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه کې کښلي چې د سفارت سرپرست اډم سینټر د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له مرستیالې کیلي کلیمینټس سره کتلي او ورسره یې په دې اړه چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ څانګه او د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د نفوسو، کډوالو او مهاجرینو اداره په څه ډول کولای شي په افغانستان کې تر ټولو زیانګالو افغانانو ته د مرستو او نورو وسایلو په لېږدولو کې ګډ کار وکړي، خبرې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا له پاکستانه هغه هېواد ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږدولو بهیر پیلوي

د بریتانیا حکومت په چارټر یا کرایه شویو الوتنو کې له پاکستانه هغه هېواد ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږدولو بهیر پیلوي. د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې دا هغه افغانان دي چې بریتانیا ورسره د ویزې ژمنه کړې ده. ټاکل شوې چې لومړۍ الوتنه نن ترسره شي. دغه اقدام داسې مهال کېږي چې په زرګونو هغه افغانان چې په افغانستان کې یې د بریتانیا له حکومت سره کار کړی او د طالبانو له وېرې پاکستانه ته تښتېدلې، بریتانیا ته د انتقال لپاره په هغه هېواد کې انتظار باسي. د بریتانیا د حکومت یوه ویاند وویل چې بریتانیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیې او چین په امنیت شورا کې د امریکا وړاندیز شوې د پرېکړه‌لیک مسوده ویتو کړه

روسیې او چین پرون چهارشنبې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اسراییل او حماس د جګړې په اړه د امریکا له‌خوا وړاندې شوې د پرېکړه‌لیک مسوده ویتو کړه او متحدو ایالتونو او بریتانیا هم په دې اړه د روسیې له‌خوا وړاندې شوې د پرېکړه‌لیک مسوده رد کړه. د امریکا له‌خوا وړاندې شوه مسوده چې په غزه کې روان ناوړه بشري بحران ته په ځواب ویلو څرخېده، متحده عربي اماراتو یې هم پر ضد رایه ورکړه، خو د دې شورا لسو غړیو یې ملاتړ وکړ. برازیل او موزمبیق د دې پرېکړه‌لیک مسودې ته له رایې ورکولو ډډه وکړه. وروسته د امنیت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونېسف: په ننګرهار کې د پولیو شپږمه مثبته پېښه هم ثبت شوه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وایي، د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ویروس لا هم په افغانستان کې تیت دی او سږ میلادي کال یې شپږ مثبتې پیښې ثبت شوي دي. یونېسف د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د پولیو دغه شپږ واړه مثبتې پیښې په ننګرهار کې رامنځته شوي دي. په راپور کې راغلي چې په ګوزڼ د اخته شویو شپږو ماشومانو له ډلې یو ماشوم مړی شوی، یو هغه یې فلج ته نږدې، خو څلور یې بېرته د رغېدو په حال کې دي. یونېسف له ګوزڼه د ماشومانو د ژغورنې یوازېنۍ لاره د واکسین تطبیق بللی دی. دا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنه له افغانستان سره ۱۰ میلیونه یورو مرسته کوي

اروپایي ټولنې په افغانستان کې رواني ستونزو ته د رسېدو او په نشه‌یي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره د لس میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی. دغې ټولنې پرون چهارشنبه د اکټوبر ۲۵مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه پیسې د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ته سپاري. د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافېرې رافایلا اودیس په دغې خبرپاڼه کې ویلي، ډېره اړتیا ده چې په افغانستان کې په رواني ستونزو د اخته او روږدو کسانو درملنه وشي او ټولنه کې بیرته عادي ژوند پيل کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: د هرات ۴۲زره زلزله کسانو سره مرسته شوې

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، تېرو دوو اوونیو کې یې د هرات دوه څلویښت زره زلزله ځپلو کسانو ته غیر خوراکي مواد او د نورو اړینو توکو مرسته رسولې ده. شاوخوا شل ورځې وړاندې په هرات کې زوروره زلزله وشوه چې د دغه ولایت د لویدیځ ګڼ کلي یې ویجاړ کړل. له لومړۍ زلزلې وروسته هم په دغې سیمه کې د لږ تر لږه څلورو نورو زلزلو او ګڼ شمېر ټکانونو راپورونه ورکړل شول. اوچا تېر ماښام پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې له زلزله ځپلو سره یې په مرستو کې خیمې، کمپلې، پلاستیکي ترپالونه او نور اړین توکي شامل دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن: په منځني ختیځ کې باید د افراطي وسله‌والو بریدونه ودرېږي

د امریکا ولسمشر جوبایډن پر اسراییل د حماس د اوومې نېټې له برید وروسته په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسراییلي استوګنځایونو د اوسېدونکو د غچ اخیستونکو بریدونو پر وړاندې خبرې وکړې. بایډن په سپینه ماڼۍ کې د اسټرالیا له صدراعظم انټوني البانیس سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د دغو استوګنو د افراطي اوسېدونکو له‌خوا بریدونه په منځني ختیځ کې پر اور د پټرول شیندلو په معنی دي او هغه باید ودرېږي. د نوموړي په خبره له دغو برید کوونکو سره باید حساب کتاب وشي. بایډن یوځل بیا ژمنه وکړه چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر: یوه اټومي بټۍ په ظاهره د روسیې له‌خوا ویشتل شوې

د اوکراین ولسمشر وایي، د دغه هېواد یوه اټومي بټۍ په ظاهره د روسیې د بې پيلوټه الوتکې له خوا ویشتل شوې ده. ولودمیر زیلینسکي تېره شپه په یوه ویډیویي پيغام کې وویل چې په دغو تاسیساتو او شاوخوا سیمو کې يې د چهارشنبې په شپه شدید ټکان رامنځته شوی او ښیښې هم ورسره ماتې شوي دي. په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۰ تنه ټپيان شوي هم دي. تر دې وړاندې د اوکراین د انرژۍ وزارت ویلي چې د روسیې د برید په پایله کې د اټومي تاسیساتو ودانۍ او لابراتوار ته ډېر زیان اوښتی دی. د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي، پر دغې اټومي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ انګلستان او سریلانکا سیالي لري

د کرکټ د پنځوس اوریزو لوبو د نړیوال جام په دوام نن پنجشنبه انګلستان او سریلانکا د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه بجه د بنګلور په لوبغالي کې ترسره کېږي. انګلستان او سریلانکا تراوسه په دغه جام کې څلور څلور لوبې کړي چې هر یوه درې لوبې بایللي او یوه یوه یې ګټلې ده. د کرکټ په نړیوال جام کې پرون یو تاریخي ریکارډ وروسته تر هغه ثبت شو چې اسټرالیا د هالنډ لوبډلې ته په ۳۰۹ منډو ماتې ورکړه. اسټرالیا د هالنډ لپاره ۴۰۰ منډې هدف ورکړ، خو هالنډ یې په وړاندې یوازې ۹۰ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

Pa.azadiradio.com 

د اسراییلو او ملګرو ملتونو سرمنشي ترمنځ لانجې؛ ګوټېرېش: خبرې مې غلطې تعبیر شوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، د اسراییلو او حماس د جګړې په تړاو د هغه خبرې غلطې تعبیر شوي دي. د غزې د جګړې له شدت سره همهاله د اسراییلو او د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ترمنځ لانجې زیاتې شوي دي. ګوتیریش وایي، د هغه خبرې غلطې تعبیر شوي او هیڅکله یې د حماس وسله والې ډلې بریدونه توجیه کړي نه دي. هغه پرون په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، دغو تعبیرونو دی بوږنولی دی. نوموړي زیاته کړه: "دا خبره په بشپړ ډول غلطه ده چې ما دې د حماس کوم ترهګریز اقدام توجیه کړی وي. زما دریځ د دې خلاف و. د پرونیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت یو چارواکی: په پاکستان کې جګړه 'جهاد' نه دی

په پاکستان کې د طالبانو د حکومت یو لوړپوړی ډيپلومات وایي، د دوی ادارې پاکستان کې د جګړې پر ضد له وړاندې فتوا ورکړې او ویلې يې دي چې دا جګړه "جهاد" نه دی. په پېښور کې د افغانستان د کونسلګرۍ سرپرست حافظ محب الله شاکر د چهارشنبې په ورځ د پاکستان جیو تلوېزیون ته دا خبره کړې، خو دا معلومات یې نه دي ورکړي چې فتوا څه وخت او د چا له خوا صادره شوې ده. شاکر زیاته کړې، د پاکستاني طالبانو یو شمېر غړي د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته تللي او هلته ځای پر ځای شوي دي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا حکومت د افغان کډوالو پروسه کې په تېروتنه او ګډوډۍ تورن شوی

یو شمېر نړیوالو او سیمه‌ییزو ورځپاڼو له پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري ایستلو، د کرکټ په نړیوال جام کې پاکستان ته د افغانستان له خوا په ورکړې ماتې او د افغانستان سره په تړلو ځینو نورو مسئلو لیکنې او راپورونه خپاره کړي دي. اینډپینډینټ: د اینډپینډینټ ورځپاڼې په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو د وضعیت په اړه چې بریتانیا ته د تلو په تمه دي او اوس بېرته له پاکستان څخه افغانستان ته جبري استول کېدو له ګواښ سره مخ دي لیکنه کړې او د بریتانیا حکومت یې د دې افغانانو د کډوالۍ په پروسه کې په تېروتنو او ګډوډۍ تورن کړی دی. Читать дальше...


Прохор Шаляпин жалуется на ужасное безденежье

В сети нашли видео проб Анастасии Заворотнюк на роль няни Вики

Глава Ленинского округа поздравил предпринимателей с профессиональным праздником

Елена Блиновская потребовала признать ее банкротом



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Кировская область оказалась в двадцатке худших регионов по благосостоянию семей

Немецкий генерал допустил, что Киев начнёт использовать западные ЗРК над территорией России даже без разрешения

Случай незаконного майнинга выявили на бывшей промплощадке в Приангарье

Владимирская область расположилась в "хвосте" рейтинга регионов по благосостоянию семей

Музыкальные новости

Книжные новинки, лаборатория текста и иллюстраций — ждут гостей Московского детского фестиваля искусств «НЕБО»

"Гриша, уходи!": реакция интернет-сообщества на вылет "Урала" из РПЛ

«Заставлял Костомарова мыть свою машину, чтоб потом он на ней покатался по парковке!» Илья Авербух рассказал о дружбе с Романом Костомаровым в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3

В Тульской области продолжается культурный проект «Классика: история и современность»

Новости России

Новгородские гребцы завоевали три награды на всероссийских соревнованиях в Москве

Борьба с нарушениями. Как мобильный оператор защищает клиентов от мошенников

Семья бывшего главы администрации Кирово-Чепецка победила в конкурсе "Это у нас семейное"

В годовщину работы энциклопедия "Рувики" преодолеет рубеж в 2 миллиона статей

Экология в России и мире

Россияне решили этим летом меньше отдыхать на курортах

Пегас сделал важное заявление по Египту: стали известны цены на туры на предстоящую зиму

Лифтинг — Коги (нити с насечками)

Конференция «Общество и психическое здоровье» прошла в Ставрополе

Спорт в России и мире

Организм был не в состоянии: Потапова прокомментировала поражение на «Ролан Гаррос»

Теннисистка из Пятигорска вышла в четвёртый круг турнира Большого шлема

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции

Российские ракетки сообразили на троих // Даниил Медведев, Мирра Андреева и Элина Аванесян дружно вышли в 1/8 финала теннисного Roland Garros

Moscow.media

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде

Правительство РФ направило дополнительные средства на завершение строительства трассы Гузерипль – плато Лагонаки в Адыгее

РОССИЮ ОЖИДАЕТ ПЛЮС 50 ГРАДУСОВ: КАКИМ ГОРОДАМ ЖДАТЬ АНОМАЛЬНУЮ ЖАРУ

Преступления мигрантов с рынков азербайджанского олигарха Года Нисанова продолжают шокировать Москву







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *